نورستان مسؤلین: لاهم ګڼ زده کوونکي په خلاصه فضا کې زده کړي کوي

د نورستان ولايت د پوهنې رياست مسؤلین وايي په دغه ولايت کې لا هم ګڼ زده کوونکي په خلاصه فضا کې زده کړه کوي.

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال احسان محسن ازادي راډيو ته وويل په دغه ولايت کې په سلو کې ٨٩ ښوونځي ودانۍ نه لري:

"زياتې ودانۍ د لومړنيو ښوونځيو لپاره جوړې شوې دي چې ځينو ښوونځيو منځنيو ښوونځيو او لېسو ته ارتقا کړې ده، له وزارت څخه هيله کوو چې د ښوونځيو د ودانيو شمېر زيات کړي."

د نورستان د پوهنې رياست په حواله، په ټول نورستان کې ٢١١ ښوونځي فعال دي چې څه کم ٧٠زره زده کوونکي په کې په درس بوخت دي.

خو په دې ولايت کې شکايتونه کېږي چې په فعالو ښوونځيو کې هم زده کوونکو ته پوره کتابونه نه دي رسېدلي او زيات زده کوونکي په خلاصه فضا کې زده کړې کوي.