د زابل والي له علماو نه د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د زابل والي له ديني عالمانو او قومي مشرانو د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د زابل ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې والي خيال محمد حسيني دا غوښتنه په هغه غونډه کې وکړه چې پرون په دغه ولايت کې جوړه شوې وه.

د زابل مطبوعاتي دفتر وايي والي سوله يو الهي امر بللى چې د پر ځاى کولو لپاره يې هر يو مسؤليت لري.

د زابل نوي ټاکل شوي والي ښاغلي حسيني په وروستيو کې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ژمنه کړې وه چې په دغه ولايت کې به د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکات وځپي.