دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۱وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت ۴١ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٧ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

د اعلاميې په حواله په وژل شويو کې د داعش ډلې ٨ غړي او ٢ تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي.

اعلاميه وايي دغه ګډ پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، ميدان وردګ، پکتيکا، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فارياب او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د دغو عملياتو په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.