په نیوریاک کې اورلګېدنې ۱۲ تنه وژلي

په نیویارک کې د اپارتمانونو په یوې ودانۍ کې لګېدلي اور د یو کوچني په شمول لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او څلور نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د نیویارک ښاروال بیل دې بلاسیو د پېښې په سیمه کې تیره شپه خبریالانو ته وویل، دا په دې ښار کې په ډېرو کلونو کې د اور لګېدنې په پېښې کې د انساني مرګ ژوبلې تر ټولو بده پېښه ده.

د نیویارک په پراسپیکټ واټ کې په یوې ودانۍ کې دا اور په پیل کې په لومړي پوړ کې ولګېد چې وروسته درېیم پوړ ته پراخ شو.

د اورلګېدنې سبب تر اوسه روښانه نه دی.

د نیویارک ښاروال ویلي ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.