په سوریه کې د فاطمیون لوا ۶ غړي په قم کې خاورو ته وسپارل شول

ایراني رسنۍ وايي، د فاطمیون لوا شپږ غړي چې په سوریه کې وژل شوي وو، پرون پنجشنبه په قم کې خارو ته وسپارل شول.

د ایران مهر نیمه دولتي خبری اژانس نه دي ویلي چې دا کسان دقیقاً کله د سوریې په کومه سیمه کې وژل شوي دي.

د فاطمیون لوا چې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه شوې، افغان ملېشو ته ځانګړې ده.