پروشینکو: د اوکرایني بندیانو په اړه دې له مسکو سره خبرې پیل شي

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو وايي، خپل حکومت ته یې امر کړی دی چې د کیف او روسیه پلوو بېلتون غوښتونکو ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته د روسیې له بنده د اوکرایني اتباعو د خلاصون په اړه له مسکو سره فوري خبري پیل کړي.

پروشینکو، پرون پنجشنبې اودیسې سیمې ته د سفر په مهال وویل، حکومت به یې په روسیه کې د بندي یا په غصب شوې خاوره کې د یرغمل اوکراینیانو د خلاصون لپاره هر هغه څه چې په وس پوره وي، وکړي.

له غصب شوې خاورې د ده اشاره کریمیا او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو ته وه.

ده زیاته کړه:

"موږ له دوی سره خیانت نه شو کولی، موږ یې هېرولی نه شو."

تر دې وړاندې پرون پنجشنبې پروشینکو وویل، د ده حکومت د چهارشنبې په ورځ دسمبر۲۷ د بندیانو په تبادله کې هیڅ روسی تبعه خوشي کړی نه دی.