په لغمان کې د طالبانو پر زندان برید کې ۳ وسله وال وژل شوي

په لغمان ولایت کې د مخالفو وسله والو پر یوه نوې زندان د افغان ځواکونو په هوایي برید کې شپږ مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي له دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د الینګار ولسوالۍ په سنګردره سیمه کې شوې ده.

د اعلامیې پر اساس په لومړنیو راپورونو کې ښودل شوې چې په دې برید کې د انس سنګین او غزنوي په نومونو چې د وسله والو مخالفینو درې مشهور کسان دي، وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

اعلامیه وایي، دا برید داسي مهال شوی چې وسله وال مخالفین د زندانیانو د ساتني په هدف د یوې نوي سمڅي په جوړولو بوخت و.