کرېملېن وایي، د قانون د تطبییق چارواکي به د مخالف مشر الکسي ناوالني د هغې غوښتنې قانوني اړخ وڅېړي چې له خلکو یې د راتلونکو انتخاباتو د تحریم په اړه یې کړې ده.
د کریملېن ویاند دیمتري پسکوف نن خبریالانو ته ویلي چې دغه چارواکي به دا ومومي چې ناوالني په دې غوښتنې سره قانون مات کړی که نه.
الکسي ناوالني چې د راتلونکي کال د مارچ په ولسمشرۍ انتخاباتو کې له نوماندۍ منع شو، د دغو انتخاباتو پر ضد د اعتراض په توګه غوښتنه کړې چې د جنورۍ په ۲۸ په ټول هېواد کې په اعتراضي مظاهرو کې برخه واخلي او انتخابات دي بای کاټ کړي.
پسکوف ویلي چې مناسبې ادارې شته چې د دې غوښتني قانوني اړخ وڅېړي.
الکسي ناوالني د ۲۰۱۶ مېلادي کال له ډسمبر څخه د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ اعلان کړی وو او له هغه وخته کمپاین کوي، خو د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نوموړی په دوو جنایې جرمونو کې په لاس لرلو محکوم کړی.
ناوالني دا دده پر وړاندې سیاسي دسیسه بولي.
د انتخاباتو کمېسیون د ډسمبر پر ۲۵ مه د ولسمشرۍ لپاره د هغه د نوماندۍ غوښتنه رد کړه.