موحد: په کابل کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۲۲ تنه نیول شوي

پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د مخدره موادو ۲۲ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۲۲ تنه قاچاق کوونکي په بېلا بېلو پېښو کې په کابل، نیمروز، تخار، ننګرهار، فاریاب، غور او پروان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ښاغلي موحد په وینا، له نیول شویو کسانو څخه ۸ تنه‌یې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۶ کېلو ګرامه هیروئین په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه بهر ته قاچاق کړي.

له دې ۲۲ قاچاق کوونکو سره څه د پاسه ۶۰۰ امریکایي ډالر، ۶ موټرونه او دوه میله وسلې هم نیول شوې دي.