عظیمي: نا امنیو د کوکنارو د کښت اړولو مخه نیولې

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت وایي چې نا امنۍ د کوکنارو د کښت اړولو مخه نیولې ده.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د سې شنبې په ورځ د کوکنارو د کښت اړولو د کاري ګروپ په غونډه کې وویل چې سږ کال د افغانستان په کچه د کوکنارو د کښت اړولو بهیر ځکه ټکنی شوی چې نا امني ډېره شوې او په ځینو غرنيو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي.

د مخدره موادو وزارت له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي چې خپلې مالي ژمنې عملي کړي، خو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا «INL» استازي د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی به په هغه صورت کې له دې بهیر سره مرسته وکړي چې په ۱۰۰ کې ۸۰ سلنه ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شي.