خوستۍ نجونې د لوړو زده‌کړو فرصتونه او کاري زمینې غواړي

په خوست کې د ۱۲ ټولګيو څخه فارغې شوې نجونې له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې هغوی ته دې د کار او د لوړو زده‌کړو د حاصلولو زمینې برابرې کړي.

دوی وايي، په یاد ولایت کې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی او که چېرې حکومت نجونې د ښوونکو په توګه وګماري، نو ډېری کورنۍ به وهڅېږي چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د شهید فدا محمد خان په نوم د یوې خصوصي لېسې څخه د اولې دورې د ۱۹ فارغانو په جشنواره کې ازادي راډیو ته وکړې.

د دغو فارغینو له ډلې انګېزه او نسیمه وايي، که چېرې دوی ته د کار زمینه برابره شي، ممکن کورنۍ يې د تحصیل د دوام مخه هم ونه‌نیسي.

بل لوري ته د خوست د پوهنې رئيس بخت نور بختیار د ښځینه ښوونکو کمښت مني او زیاتوي چې دوی ته د راتلونکي کال لپاره د ۹۴ ښځينه ښوونکو د استخدام تشکیل ورکړل شوی دی.