د ارزګان ترینکوټ کې عملیاتو ۸ وسله‎وال طالبان وژلي

د ارزګان سیمه‎ییز امنیتي چاوراکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې ۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې ورځې په هوايي بریدونو کې چې د مرکز ترینکوټ اړوند د "لندې کوڅې" سیمه کې د وسله‎والو طالبانو مرکزونه په نښه شوي، ۸ وسله‎وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا دغه هوايي بریدونه د افغان هوايي ځواک د "A-29" ډوله الوتکو له لوري شوي چي د عملیاتو له پرمختګ سره‌یې مرسته کړې.

دغه عملیات له څو ورځو راهیسې د ترینکوټ په څو کېلو مترۍ کې روان دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‎دي ویلي.