په بلخ کې د سړک د غاړې د یوه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې شپږ ماشومان وژل شوي دي.
دا پېښه د بلخ په دولتاباد ولسوالۍ کې شوې ده.
د دولتاباد ولسوال محمد کریم نن وویل چې په دغې قوي چاودنه کې د اتو، نهو او ۱۰ کلونو په عمر شپږ شپانه ماشومان ووژل شول.
تر اوسه چا د دغې چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
مخکې تر دې د دا ډول چاودنو چې بېګناه کسان په تېره بیا ماشومان پهکې وژل شوي هم مسؤلیتیې کومې وسلهوالې ډلې نهدی اخیستی، خو د دولتاباد ولسوالیې طالبان مسؤل ګڼي.
هغه وویل، وسلهوالو دغه ماین په سړک کې د دې لپاره خښ کړی و چې پر افغان چارواکو او امنیتي ځواکونو والوزي.
افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د چاودنو له امله تر ټولو ډېر تلفات لري چې اټکل کېږي، د سړک د غاړې د نورو چاودېدونکو وسیلو تر څنګ به په میاشت کې ۱۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي.