د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهاي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو کمزوری شخص وباله او ویېویل چې د ایران په وړاندې د هغه سخت دریځ به هم د هغو مخکېنیو هڅو په څېر نتیجه ورنهکړي چې پخواني سخت دریځي ولسمشر رونالډ رېګن مخ ته وړلې.
د خامنهاي په وینا رېګن د ټرمپ په نسبت زیرک، قوي او هم د ګواښونو په برخه کې یو ښه لوبغاړی و.
خامنهاي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په څو ټویټري پیغامونو او یوې ټلوېزېوني وینا کې وکړې.
خامنهاي دغهراز وویل، رېګن زموږ په وړاندې دومره مخ ته ولاړ چې زموږ یوه الوتکهیې هم رانسکوره کړه.
په ۱۹۸۸ کال کې د امریکا یوې پوځي کښتۍ د خلیج د پاسه د ایران یوه مسافر وړونکې الوتکه وویشته چې پهکې سپاره ټول ۲۹۰ تنه ووژل شول.
واشنګټن دا پېښه یوه تېروتنه وبلله، خو تهران هغه پر ایران چې هغه وخت له خپل ګاونډ عراق سره په جګړه کې ښکېل و، یوه قصدي حمله بللې وه.
د ایران ستر مذهبي مشر وویل، رېګن له دنیا ولاړ او د ده په وینا اوس به د خدای له عذابونو سره مخامخ وي، خو هېواد یې د رېګن له وخت راهیسې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
خامنهاي وویل، دغه پرمختګونه به د امریکا د اوسني ولسمشر په دوره کې هم دوام وکړي او د دوی دا هیله چې اسلامي جمهوریت به په شا شي یا به کمزوری شي، هېڅکله هم پوره نهشي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران رژیم چې خامنهاي یې د قدرت وروستۍ مرجع ګڼل کېږي، دیکتاتوري رژیم بللی او ادارې یې هم د دې هېواد د بالیسټیک توغندیو د پروګرام پر سر نوي سخت بندیزونه پرې لګولي دي.
واشنګټن دغهراز تهران تورن کړی چې له لوېدیځ قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له روح څخهیې سرغړونه کړې ده.