د ازبکستان مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ۵۶۲ تنه کارکوونکي له کارونو ګوښه کړل.
مالیې وزارت وروسته تر دې دا کسان برطرفه کړل چې ولسمشر شوکت میرضیایف پر مالیې وزارت سخت انتقاد وکړ او امر یې وکړ چې هغه کسان وشړي چې فعاله نهدي.
د ازبکستان د رسمي خبري اژانس «اوزا» په وینا ولسمشر دغه بېکاره کسانو ته د مږکانو خطاب وکړ.
د ازبکستان ولسمشر پنځه ورځې مخکې ویلي و چې ما جګپوړي غیر فعال مأمورین ګوښه کړي دي، خو په ټیټه کچه مږکان لا پاتې دي.
ولسمشر میرضیایف وویل، د مالیې نوی وزیر جمشید کاچکاروف به وضعیت بدل کړي، خو که چېرته دا وضعیت په یوه میاشت کې بدل نهشو په خپله کاچکاروف به برطرفه کړي.