د ایران د خبري اژانسونو په وینا زلزلې په دغه هېواد کې یو تن وژلی او لږ تر لږه ۵۶ تنهیې ټپیان کړي دي.
ایرنا اژانس پرون خبر ورکړ چې د ۴،۲ ریښتر درجو زلزلې، البرز ښار چې د تهران د لوېدیځ په ۵۰ کېلو مترۍ کې پروت دی، ولړزاوه.
د دې زلزلې له کبله پر یوه تن د زړه حمله راغله او مړ شو.
د ایرنا اژانس په وینا د ۵،۱ ریښتر درجې په کچه بله زلزله بیا په کرمان ولایت کې د حجدک په نوم کلي کې وشوه.
دا سیمه د تهران د جنوب په ۷۰۰ کېلو مترۍ کې پرته ده.
په دواړو زلزلو کې نږدې ۵۶ تنه برسېرن ټپیان شوي دي.