د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس محمد مراد امانوف په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره تېر ماښام د دې پروژې د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
تمه ده چې د ټاپي پروژې کارونه په نږدې دوو میاشتو کې د افغانستان دننه پیل شي او د یوه کال په موده کې به په افغانستان کې د دې پروژې کارونه بشپړ شي او ګاز به په پایپ لاینونو کې جریان پیدا کړي.
له دې درکه به په لومړي ګام کې افغانستان د کال پنځه میلیونه متره مکعب ګاز ترلاسه کوي.
د افغانستان ولسمشر د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس ته ډاډ ورکړ چې د پروژې امنیت به تأمین کړي.
ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.