د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې یې داعش ځپلی.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې داعش د ننګرهار له نورو سیمو هم خپل ځواکونه شا ته کړي دي.
دی وايي:
"په خوګیاڼو ولسوالۍ کې داعش له ماتې سره مخامخ شوی، همداراز د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې داعش مجبوره شوی دی چې عقب نشیني وکړي او د دوی شااوخوا ۴۰ تنه لهمنځه تللي."
د ننګرهار چارواکي وایي چې د خوګیاڼو د ولسوالۍ د امنیت د تأمین په هدف ولسي ځواک ګمارل کېږي.
تر دې مخکې د پچیر اګام په ولسوالۍ کې ولسي ځواک ځای پر ځای شوی دی.