اروپایي مشرانو د کیف او روسپلوه بېلتونپالو ترمنځ د بندیانو تبادله وستایله.
پرون په سلګونه اسیران د یوه بل تر کنټرول لاندې سیمو ته تېر شول.
چارواکو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» وویل چې د اوکراین حکومت ۲۳۸ بندیان د بېلتونپالو تر کنټرول لاندې په لوهانسک او ډونېڅک سیمو کې هغوی ته وسپارل او په مقابل کې هم بېلتونپالو ۷۴ اسیر سرتېري او ملکیان د اوکراین حکومت ته وسپارل.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون دغه تبادله وستایله او هغهیې د نوي کال او د ارتدکس کرېسمس جشن لپاره د بشري خیر ښېګڼې یو مهم ګام وباله.
اروپایي مشرانو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان چې د بندیانو دغه تبادلهیې څارلې، له دواړو لورو وغوښتل چې له دغه فرصته کار واخلي او په سیمه کې د پراخې سولې د ټینګېدو لپاره کار وکړي.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو پرون د اوکراین په ختیځ کې دونباس سیمې ته ولاړ او د جګړې کرښې ته نږدې په هورلیفکا ښارګوټي کې یې له خوشې شویو بندیانو سره ولیدل.
دغه بندیان پرون په الوتکه کې کیف ته ورسېدل چې په هوایي ډګر کې یې هم په سلګونه کسانو د ملي بیرغونو په ښورولو او د ګلو پر ګېډیو هرکلی وکړ.
د مینسک دوه په نوم د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ د سولې د موافقې له مخې کیف او بېلتونپالو باید د دغې موافقې له لاسلیک وروسته په پنځو ورځو کې ټول بندیان او اسیران خوشې او یو بل ته سپارلي وی.