يو تاتار فعال له درېيو کلونو زندان تېرولو وروسته خوشې شو

يو تاتار فعال چې د بېلتون غوښتنې او قومي مسايلو ته د لمن وهلو په تور محکوم شوى و، د روسيې په شمال کې په زندان کې له درېيو کلونو له تېرولو وروسته خوشې شو.

رافيس کشافوف ويلي چې د ده قضيې سياسي انګېزه درلوده.

د تاتاريانو د عامه مرکز مشر کشافوف د ٢٠١۴ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې نيول شوى و او د ٢٠١۵ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې په درې کلن بند محکوم شو.

کشافوف ځينې مقالې خپرې کړې وې او په هغو کې يې له اوکراين څخه د کريميا ټاپو وزمې پر جلا کولو او د روسيې په خاورې پورې پر الحاق کولو انتقاد کړى و.

هغه پر مسکو تور پورې کړى و چې د کريميا د تاتاريانو پر حقونو تېرى کوي.

کشافوف د اوکراين په ختيځ کې د روسيې پر نقش هم انتقاد کړى و.