د ازبکستان یو ښاروال د سپکاوي په تور نقدي جریمه شو

د ازبکستان د ختيځ ښار انديجان ښاروال په عام محظر کې د ښوونکو د سپکاوي په تور جريمه شو.

دا په ازبکستان کې يوه بې‌سابقه محاکمه ګڼل کېږي.

د لوى څارنوال دفتر وويل، ځايي محکمې پرون دلمراد رحمت‌الله يف د خلکو د سپکاوي په تور تقريباً ٦۴٠ ډالره جريمه کړ.

تر ډېره ګومان کېږي دا به په ١٩٩١ میلادي کال کې د ازبکستان تر خپلواکۍ وروسته لومړۍ داسې سزا وي.