هند پرون سې شنبه په پاکستان کې د زنداني هندي وګړي چې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوى، له کورنۍ سره ناوړه چلند وغانده.
نوی ډېلي وايي، په پاکستان کې د کلبوشان یادو د کورنۍ غړي ځورول شوي، هغه څه چې پاکستانيې بېاساسه تور بولي.
د هند د سمندري ځواکونو پخواني افسر یادو چې په ۲۰۱۶ کال کې په بلوچستان کې نیول شوى و، د جاسوسۍ په پلانولو محکوم شوى دى.
په دغه ايالت کې له اوږدې مودې راهيسې د امنيتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ شخړه روانه ده.
د یادو مور او مېرمنې ته د دوشنبې په ورځ اجازه ورکړل شوه چې د مرګ په سزا د هغه له محکومېدو اته مياشتې وروسته له ښيښهيي کړکۍ اخوا ته دى وویني.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند راوېش کمار ويلي، د يادو له کورنۍ سره ډېر بد چلند شوى، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا تورونه رد کړي دي.