کرملېن د انتخاباتو د مشروعیت د کمزورۍ اندېښنې رد کړې

کرملېن هغه اندېښنې رد کړې چې ګواکې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د الکسي ناوالني د ګډون تحريم به، د دغو انتخاباتو مشروعيت کمزورى کړي.

تر دې مخکې د اروپا د بهرني سياست د مشرې وياندې وويل، د روسيې د انتخاباتو د مرکزي کمېسيون له‌خوا د ناوالني د مخنيوي تصميم د روسيې په سياسي ډګر کې د ګڼو ګوندونو د ګډون او د راتلونکي ميلادي کال د ډموکراتيکو انتخاباتو په اړه شکونه ولاړ کړي دي.

خو د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون ناوخته وويل، له دې نظر سره موافق نه‌دى او په خبره‌یې چې د يوه کانديد نه‌ګډون د انتخاباتو پر مشروعيت کوم تأثير نه‌کوي.

د اروپا د بهرني سياست د مشرې وياندې ماريا کوسيانچيچ په انتخاباتو کې د ناوالني د ګډون مخه نيول ناسم او غير منصفانه عمل بللى او ويلي يې دي، د سياسي مشارکت په وړاندې په کار نه‌ده چې له سياسي انګېزې ډکو تورونو استفاده وشي.

روسيې د اداري فساد ضد او مخالف سياستوال الکسي ناوالني د اختلاس په تور په انتخاباتو کې له ګډون څخه محروم کړ.

ده په وار وار ويلي چې د مسکو دغه اقدام سياسي انګېزه لري.

په پام کې ده چې په روسيه کې د جمهوري رياست انتخابات په راتلونکې مارچ مياشت کې وشي.