د بلخ له مرکزي زندان څخه پنځه بنديان تښتېدلي

د بلخ له مرکزي زندان څخه پنځه بنديان تښتېدلي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې تأیيد کړه چې دغه پنځه بنديان تېره شپه تښتېدلي دي.

ده وويل، دغه کسان د قتل او اختطاف په څېر په درنو جرمونو تورن وو.

د امنيت امر وويل، دغو بنديانو له زندانه تر دباندې پورې ١٩ متره سمڅه کېندلې د هغې له طريقه تښتېدلي دي.

د بلخ د مرکزي زندان مسؤلانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه‌دي ويلي.