د هلمند په نهر سراج او مرکز لښکرګاه کې د ممیزو د جوړولو ۱۰ خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د همغږۍ مدیر رفیعالله قلم نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې دغه خونې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د شااوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
ښاغلی قلم وایي چې د ممیزو دا هره جوړه شوې خونه د دوه ټنو انګورو د ساتلو ظرفیت لري.