کابل کې د کورنیو تولیداتو په نوم یو نندارتون پرانیستل شو

په کابل کې د نویو کورنیو تولیداتو په نوم یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې په ۲۵ غرفو کې لاسي صنایع، د ټکنالوژۍ او خدماتي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

ښاغلي پسرلي د دغه نندارتون هدف د سوداګرۍ، پانګونې او صنعت برخې ته د تنکیو ځوانانو هڅول یاد کړل.

د نویو کورنیو تولیداتو نندارتون د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د رڼا پوهنتون په همکارۍ جوړ شوی دی.