هند پاکستان کې د زنداني "یادو" له کورنۍ سره ناوړه چلند وغانده

هند پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» په پاکستان کې د زنداني هندي وګړي چې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم دی، له کورنیو سره د ناوړه چلند غندنه وکړه.

نوې ډېلي وايي، په پاکستان کې د کلبوشان یادو د کورنۍ غړي ځورول شوي دي هغه څه چې پاکستان‌يې بې‌اساسه تور بولي.

یادو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بلوچستان کې نیول شوی و او نوموړي دا منلې ده چې بلوچستان ته د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره تللی و.

د یادو مور او مېرمن ته د دوشنبې په ورځ اجازه ورکړل شوه چې له شیشه‌يي کړکۍ اخوا ته نوموړی وویني.

هند وايي، پاکستاني چارواکو خبریالان پرېښي وو چې د یادو کورنۍ ته نږدې شي او په لوړ غږ او درواغجنو تورونو سره کلبوشان یاد کړي.

خو پاکستان دا موضوع رد کړې ده او ویلي دي چې یادو جاسوس او ترورېست پېژندل شوی دی او هغه خپل جرم منلی دی.

پاکستان وايي، څرنګه چې هند ترې غوښتي وو د کلبوشان یادو کورنۍ يې له پاکستاني او هم هندي رسنیو څخه په یوې خوندي فاصله کې ساتلې وه.