سااکاشویلي د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې ته له ورتګه ډډه وکړ

د اوکراین د نویو ځواکونو د خوځښت په نوم ګوند مشر او د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخیل سااکاشویلي پرون سې شنبه له دې ډډه وکړه چې د تحقیقاتو لپاره د اوکراین د امنیتي خدماتو لویې ادارې ته ورشي.

د هغه مدافع وکیل پاولو بوهومازوف ویلي وو چې په پام کې وه چې هغه د سې شنبې د ورځې غونډې ته حاضر شي، خو دا کار یې ونه‌کړ.

سااکاشویلي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د اوکراین چارواکي هڅې کوي چې په موقت ډول د ده خوندیتوب لغوه او داسې شرایط برابر کړي چې دی له هېواده وایستل شي.

سااکاشویلي چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د ګرجستان ولسمشر و، په ۲۰۱۵ کال کې یې د اوکراین د تابعیت اخیستو لپاره د ګرجستان له تابعیته لاس واخیست.

هغه په ۲۰۱۶ کال کې د اوکراین د ولسمشر پټرو پروشنکو په غوښتنه د ادیسه والي وټاکل شو، خو وروسته د فساد په اړه د شکایتونو له امله له دندې لیرې او اوس د ولسمشر په یوې مخالفې سیاسې څېرې بدل شوی دی.