امریکا د شمالي کوریا پر دوو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو د پیونګ یانګ د بالیسټیک توغندیو د پروګرام په خاطر، د شمالي کوریا پر دوو لوړپوړو چارواکو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا دغه بندیزونه د سې شنبې په ورځ پر کیم جونګ سیک او ري پیونګ ولګول شول.

سیک د شمالي کوریا هغه مهم چارواکی دی چې هڅه کوي د دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرام د سونګ له مایع مواد د سونګ پر جامد موادو بدل کړي او پیونګ یانګ هم له یوې وچې بلې وچې ته د رسېدونکو توغندیو د پراختیایي چارو مسؤل ګڼل کېږي.

د خزانې وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د شمالي کوریا پر مشرانو د بندیزونو لګول د هغو فشارونو یوه برخه ده چې هدف‌یې د دې هېواد لا منزوي کول او له اټمي وسلو خلاصې د کوریا ټاپو وزمې ته رسېدل دي.