د خوست امنیتي چارواکي د وسلهوالو غلو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال داود امین ازادي راډیو ته وویل چې د غلو دغې شپږ کسیزې ډلې په خوست کې د سړي تښتوونو، وژنو، وسلهوالو غلاو او نورو ډېرو پېښو کې لاس درلود.
د خوست امنیه قوماندان وویل، د دغو غلو په اړه له مخکې له دوی سره کره شواهد او اسناد موجود وو.
امنیه قوماندان دغهراز وویل چې په ښار او لیرې پرتو سیمو کې د غیر مسؤله وسلهوالو د نیولو لپاره اقدمات په پام کې نیول شوي چې لاسته راوړنې بهیې وروسته له رسنیو سره شریکې شي.