لوګر کې د څرخ پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو د برید مخنیوي شوی

د لوګر امنیتي چارواکي د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو د یوه برید د مخنیوي خبر ورکوي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په شپه یو شمېر وسله‌والو غوښتل چې د دې ولسوالۍ د پندوکې په سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړي چې د ملي اردو د ځواکونو له کمین سره مخامخ شول.

د هغه په وینا، د دغو وسله‌والو جسدونه د پېښې په ځای کې پاتې شوي دي.