د افغانستان او هند ترمنځ دوهم هوايي دهلېز هم پرانیستل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د افغانستان او هند ترمنځ دوهم هوايي دهلېز هم پرانیستل شي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه دوهم هوايي دهلېز به د کابل او ممبی ترمنځ فعال شي.

له دې مخکې لومړنی دهلېز په تېر جون میاشت کې د کابل او نوې ډېلي ترمنځ پرانیستل شوی و.

د ښاغلي پسرلي په وینا، د دغه نوي هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراخه او په کال کې به نږدې یو میلیارد ډالرو ته پورته شي.