په سمنګان کې د سکرو د کان ۵ کیندونکي وژل شوي

په سمنګان ولایت کې د سکرو په کان کې د ميتان ګازو د چاودنې په نتيجه کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه په دره صوف سيمه کې شوې ده.

د ښاغلي غزيزي په وينا، په چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي او يو کان کيندونکی ورک دی.

د سمنګان چارواکي پر زورواکو او ځايي اوسېدونکو تور پورې کوي چې په خپل سر د سکرو کانونه کيندي.