د پاکستان د کرمې ایجنسۍ چارواکي وايي، د حقاني شبکې يو قوماندان د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
د امریکا بې پیلوټه الوتکو په کرمه ایجنسۍ کې پر یوه موټر برید کړی دی.
ځايي چارواکو او استخبارتي ادارو دا برید تأييد کړی او وايي چې بې پیلوته الوتکو ډیورند کرښې ته څېرمه د غوزګړۍ په متا سنګر کې د دوشنبې په ماسپښین بريد کړی چې پکې د حقاني شبکې یو قوماندان جمیل الدین وژل شوی دی.