په مسکو کې په ټرافیکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي

په مسکو کې د يوه بس د ټکر کېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او نهه ټپيان شوي دي.

دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې يو ښاري بس له سړکه واووښت او د لار رويانو پر ګڼه ګوڼه ور ړنګ شو.

پېښه د دوشنبې په ماښام وشوه.

په وږل شويو کې يوه دوولس کلنه نجلۍ هم شامله ده.

د بس چلوونکی د پلټنو لپاره نیول شوی دی خو روسي چارواکو ويلي چې دا یوه تروريستي پېښه نه وه.