لغمان چارواکي: الینګار کې عملیاتو ۶ وسله وال طالبان وژلي

د لغمان امنیتي چارواکي وايي چې په الینګار ولسوالۍ کې تېره شپه هوايي او ځمکني عملیات شوي او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لغمان ولایت امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد نن سې شنبه «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۵ ۰» ازادي راډيو ته وویل پوځي عملیات د الینګار ولسوالۍ په ټینګور، شینګاري او کله‌ټک په سیمو کې وشول او په شپږو وژل شویو سربېره ۲ تنه ټپیان هم دي.

ښاغلی شیرازد وايي چې په وژل شویو مخالفینو کې د دې ډلې مهم قوماندانان شامل دي.