د ایران سترې محکمې د جاسوسۍ په تور د نیول شوي ایراني الاصله سویډني احمدرضا جلالي د اعدام حکم سم وباله.
احمدرضا جلالي چې د سویډن د استکهلم کارولنسکا انسټیتوټ څېړونکی دی، د تېر ۲۰۱۶ میلادي کال په اپریل میاشت کې تهران ته په سفر کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو.
د ایران د قضايي ارګان خبري ویبسایټ میزان د تهران د لوی څارنوال عباس جعفري دولت ابادي په حواله پرون ویلي چې سترې محکمې د جلالي د اعدام حکم سم وباله.
د احمدرضا جلالي مېرمن ویدامهران نیا د ازادي راډیو له فردا څانګې سره په خبرو کې په خپل خاوند لګیدلي تورونه بې ځایه بللي دي.