استېناف څارنوالۍ: روان کال ننګرهار کې ۶۰۸ بېلابېلې قضيې ثبت شوي

د ننګرهار د استېناف څارنوالۍ چارواکي وايي، د روان کال په اوږدو کې یې ۱۹۵ قضيې په ولسوالیو او ۴۱۳ بېلابېلې قضيې په مرکز کې ثبت کړي دي.

د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد پويا د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۴ ۰» له خبریالانو سره د خپل کلني راپور شریکولو پر مهال وويل چې په يادو دوسیو کې يو شمېر حل شوي، خو پر نورو کار روان دی.

ښاغلي پویا وويل چې په ولسوالیو کې يې فعالیتونه زيات کړي دي او له همدې کبله پر حکومت د ولسي وګړو باور زیات شوی دی. د ده په خبره خلک د وسله‎والو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

ده زیاته کړه، د ننګرهار په مرکزي زندان کې د ۲۰۰ بنديانو دوسيې څېړل شوي چې له پنځو څخه تر دوو کلونو پوري بې سرنوشته پرتې وې.