پاپ فرانسېس منځني ختيځ کې د ۲ دولتونو رامنځته کولو پر حل ټينګار وکړ

د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسېس وايي، پر نړۍ د جګړې بادونه را الوتي دي.

پاپ فرانسېس په واتيکان کې د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۴ ۰»د کرسمېس په مراسمو کې خبرې وکړې.

ده په منځني ختيځ کې د دوو دولتونو رامنځته کولو پر حل‎لاره ټينګار وکړ.

فرانسېس زیاته کړه:

"موږ د منځني ختيځ په کوچنیانو کې عيسی وينو چې د اسرائيليانو او فلسطینيانو د لانجو له کبله په دوامداره توګه کړېږي. راځئ دعا وکړو چې په سیمه کې د ښکېلو لوریو تر منځ مذاکرات بېرته پيل شي او دوه دولتونه اسرائيل او فلسطین له يو بل سره په سوله‎ييزه توګه و اوسي."

په داسي حال کې چې عيسويان د حضرت عیسی د ولادت ورځ لمانځي، پاپ فرانسېس د کوريا ټاپو وزمې د لانجو د حل لپاره هم دعا وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‎خوا د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بيت‎المقدس په رسميت پېژندلو له پرېکړې وروسته په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی زیات شوی دی او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام له کبله په اسيا کې وضعيت ترینګلی شوی دی.