د امریکا د میزوري ایالت په سنټ لویس ښار کې په هغه پروګرام کې سلګونه کسانو ګډون وکړ چې له خلکو وسلې د پیسو په بدل کې راټولوي.
چارواکو د تېرې شنبې په ورځ وویل چې ډېرو خلکو خپلې وسلې د پیسو په بدل کې دغه پروګرام کې چې د سنټ لویز د ښاروالۍ لهخوا تنظیم شوی و، تسلیم کړې او وسلې دومره زیاتې وې چې نور یې د پېرلو لپاره ښاروالۍ پیسې نهدرلودې.
سږ کال په سنټ لویس کې له ۲۰۰ زیات قتلونه ثبت شوي چې دا په وروستیو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ستره شمېره ده.
چارواکي د دغو قتلونو تر شا اصلي عوامل د وسلو ډېروالی او په واټونو کې خشونت بولي.
د دغه پروګرام په ترڅ کې یوه وسله له پوښتنې پرته له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رانیول شوې ده.
د سنټ لویس د وکیلانو اتحادیې او یو شمېر افرادو او کمپنیو د دغه پروګرام لپاره ۱۲۵ زره ډالر راټول کړي وو.
د پیسو د کمښت له کبله یو شمېر خلک له خپلو وسلو سره بېرته کورونو ته تللي دي.
پولیسو وویل، ۳۳۰ تومانچې، ۵۳۳ ټوپک او ۶ ماشینګڼې پېرل شوې دي چې ټولې دغه وسلې به لهمنځه وړل کېږي.
ورته یو بل پروګرام هم د نوي ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره په پام کې نیول شوی دی.