د فرانسې د الپ په غرونو کې له ۱۵۰ زیات د سکي لوبغاړي ژغورل شوي

د فرانسې د الپ په غرونو کې له ۱۵۰ زیات د سکي لوبغاړي وروسته له هغې وژغورل شول چې دوی د هوایي رېل د یوه مزي د شلېدو له امله څو ساعته بند پاتې وو.

دا پېښه ګرینوبل ته نږدې د سکي وهلو په یوه تفریحي ځای کې رامنځته شوې ده.

د دغه سیلاني ځای یوه مسؤل وویل، د ژغورنې عملیاتو چې دوو هلیکوپټرو په‌کې برخه درلوده، دوه ساعته وخت ونیو او هېڅ‌څوک نه‌دي ژوبل شوي.

تر اوسه د هوایي رېل د مزي د پرې کېدو اصلي علت نه‌دی معلوم.

په دغه تفریحي ځای کې د کرېسمس د جشن او ښې هوا له امله د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.