په پام کې ده چې د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې ډېر ژر د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په هدف یوه سړه خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رئیس همایون حبیب نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغې سړې خونې چارې په یو کال کې بشپړې شوې او د ۴۰ ټنو کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري.
نوموړی وايي، دغه سړه خونه د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۴۰ زره ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
د ښاغلي حبیب په خبره، بزګران کولای شي چې په بېلابېلو موسمونو کې په دغو سړو خونو کې خپل کرنیز توکي وساتي او په مناسبه بیهیې وپلوري.