امريکا په اصلي بودجه کې د ٢٨٥ ميليونو ډالرو د کمېدو ستاينه وکړه

د امريکا متحده ايالاتو د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ مالي کلونو لپاره د ملګرو ملتونو په اصلي بودجه کې د ٢٨٥ ميليونه ډالرو د کمېدو ستاينه وکړه.

دا يې پر يوه سم لوري يو غټ ګام وباله.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د پنځو میلياردو او ٣٩٦ میليونه ډالرو په ارزښت بودجه منظور کړه چې د ٢٠١٦ او ٢٠١٧ میلادي کلونو د بودجې په نسبت ٢٨٥ میليونه ډالره کموالى په‌کې راوستل شوى دى.

خو اوسنۍ عمده بودجه هم د هغې اندازې په نسبت تر يوه حده کمه ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش‌يې پېشنهاد کړى و.

هغه د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ٥ میليارده او ۴۰۰ میليونه ډالرو په اندازه بودجه پېشنهاد کړې وه.

د امريکا متحده ايالات چې د ملګرو ملتونو د بودجې له عمده تمويلوونکو ګڼل کېږي، د دې ادارې د اصلي بودجې ٢٢ فيصده برخه ورکوي.