ناوالني: له موږ پرته به د روسیې انتخابات، انتخابات نه‌وي

د روسيې د اداري فساد ضد فعال او مخالف سياستوال الکسي ناوالني خپل هغه اسناد د انتخاباتو مرکزي کمېسيون ته وسپارل چې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د کانديد په توګه د ثبتېدو لپاره ورته اړتيا ده.

پرون ناوخته په مسکو کې د دغو اسنادو تر سپارنې مخکې ناوالني وويل:

"له موږ پرته به دا انتخابات، انتخابات نه‌وي. موږ د اوسنيو چارواکو د مخالفت وړتيا لرو."

په جنايي جرمونو د محکومېدو له کبله د ٢٠١٨ میلادي کال په مارچ مياشت کې د جمهوري رياست ټاکنو ته د ناوالني د کانديداتورۍ مخه نيول شوې ده.

دى وايي دغه حکم سياسي انګېزه لري.

که دغه حکم لغوه شي، ناوالني کولاى شي دغو انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.

د انتخاباتو مرکزي کمېسيون چې د اسنادو قبلولو لپاره‌يې خپله کاري موده غځولې، پنځه ورځې وخت لري چې پرېکړه وکړي، ايا ناوالني د کانديد په توګه ثبت کوي که نه؟