ګواتمالا په اسرائيل کې خپل سفارت بيت‌المقدس ته لېږدوي

د ګواتمالا ولسمشر جیمي مورالس​ وايي، د ده هېواد هم په پام کې لري چې په اسرائيل کې خپل سفارت وېشل شوي ښار بيت‌المقدس ته ولېږدوي.

تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو له تل‌ابيب څخه بيت‌المقدس ته د خپل سفارت د لېږدولو اعلان کړى و.

د مرکزي امريکا د دغه هېواد ولسمشر مورالس پرون وويل، د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره‌يې تر پرونيو خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې خپل سفارت له تل‌ابيب څخه انتقال کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ روانه ميلادي مياشت وروسته له هغې چې اعلان وکړ، امريکا بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني، ګڼ عرب هېوادونه او خپل متحدان خوابدي کړل.

د پنجشنبې په ورځ ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د هغه پرېکړه‌ليک مسودې ته ١٢٨ هېوادونو مثبتې رأیې ورکړې چې د بيت‌المقدس د رسميت پېژندنې په اړه د واشنګټن د پرېکړې پر خلاف ترتيب شوې وه.