د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس د کرېسمس يا د مذهبي اختر په شپه د کډوالو او پناه غوښتونکو پر کړاو خبرې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې وويل، ننني کډوال له خپلو کورونو هغسې نورو سيمو ته کډه کوي، لکه يوسف او مريم چې د حضرت عيسى تر زېږېدو مخکې د خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوي وو.
فرانسېس تېره شپه په واتيکان کې په خپله وينا کې وويل:
"په زياتو مواردو کې له خپل کور کلي وتل له هيلې سره مل وي، د ښه راتلونکي هيله، خو ويلى شو چې په ګڼو نورو مواردو کې خلک يوازې د ژغورنې په خاطر کډوال کېږي."
فرانسېس د ۱،۲ میليارد کاتوليک عيسويانو د مذهبي مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا پنځم کرېسمس دى چې لمانځي يې.