په امریکا کې داوطلبان د "بابا نوئل" په اړه پوښتنو ته ځواپ ورکوي

سلګونه کسان د امریکا د کلرادو په هوايي پوځي اډه کې چمتو دي چې په داوطلبانه توګه د هغو ماشومانو پوښتنې ځواب کړي چې د سانټا کلاس "بابا نوئل" د سفر وروستی حال پوښتي.

سانټا کلاس لوېدیځوالو عیسیویانو ته د یوه تخیلي شخصیت په توګه منل شوی او باور لري چې د کرېسمس یا حضرت عیسی د میلاد په ماښام یا په دوهم سهار ښو ماشومانو ته تحفې راوړي.

دا ۶۲م کال دی چې د امریکا او کاناډا ګډه هوايي پوځي اډه "NORAD" د ماشومانو ټیلیفونونو ته ځواب وايي او د سانټا کلاس د سفر په اړه معلومات ورکوي.

اصلي خبره له ۱۹۵۵میلادي کال پیل شوه کله چې یوې ورځپاڼې په یوه اعلان کې چې د سانټا کلاس د سفر په اړه و د امریکا او کاناډا د ګډې هوايي پوځي اډې د عمومي ټيلیفون شمېره په تېروتنې چاپ کړه.

تېر کال د امریکا او کاناډا ګډې هوايي پوځي اډې ته څه باندې یو نیم لک ټیلیفونونه راغلل او بې‌قراره ماشومانو د سانټا کلاس پوښتنه کوله همداراز انټرنټ‌پاڼې یې هم نږدې ۱۱ میلیونه لیدونکي درلودل.

له دې سره جوخت سپینه ماڼۍ وايي، په داسې حال کې چې سانټا کلاس "بابا نوئل" امریکا ته نږدې شوی ولسمشر ډونالد ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ به د ټیلیفون له لارې له خلکو سره اړیکې ونیسي.