د مصر پولیسو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې نهه کسان چې د حکومتي پوځیانو په سر په برید کې ښکېل بلل کېږي، وژلي دي.
دغه کسان په سینا ټاپووزمه کې وژل شوي دي.
د مصر کورنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې وژل شوي کسان د هغې ډلې غړي وو چې د سینا ټاپو وزمې په شمال کې په امنیتي پوستې او پوځي مرکز حمله کړې وه او پوځیانیې وژلي وو.
وروسته له هغه چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال کې له واک لیرې شو او عبدالفتاح السیسي یې ځان ونیوه د تُندلارو ډلو حملې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.
تازه د مصر پولیسو په یوه بل خبر کې تأیید کړې چې په قاهره ښار کې یې نهه کسان له وسلو او چاودېدونکو سره یوځای نیولي دي.