په لغمان ولایت کې د یوې انتحاري حملې مخه نیول شوې ده.
د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د امنیه قوماندانۍ خاصو ځواکونو پرون مازیګر یو کس چې له چاودېدونکو موادو ډک واسکټیې په ځان کې و، تر برید مخکې ونیوه.
په بیان کې راغلي چې نیول شوي کس د ښځو جامې په تن کړې وې.
د لغمان مطبوعاتي دفتر لیکي، افغان پوځیانو په دې کار سره په لغمان کې د یوې خونړۍ حمله مخه ونیوله.