چارواکي: په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني سرتېري وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې ډيورند کرښې ته څېرمه د سړک غاړې د بم په چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

يوه دولتي چارواکي کرمان افريدي نن یکشنبه وويل، چاودنه د شمالي وزيرستان په غلام خان کلي کې شوې ده.

ويل کېږي چې په سيمه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون له نورو افراطي وسله والو سره د پاکستان پوځ په پوځي مبارزه بوخت دى.

چارواکي وايي، دغه سرتېري د سرحدي ملېشه ځواکونو غړي وو.

په سيمه کې استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط پېښه تائيد کړې ده.